کوئټه 23 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر عبدالقدوس بزنجو سره د پخواني صوبائی وزیر اسفندیار کاکړ په مشرۍ كښې د آل پارټیز برشور اولسي کمېټۍ پلاوي ملاقات كړې دې۔ صوبائی وزيران انجینئر زمرك خان اچکزئی، نور محمد دمړ د وزیراعلیٰ کوآرډینیټر ملك امان اللہ مهترزئی او بلال کاکړ هم په دې موقع موجود وو ۔ پلاوي د نوې جوړيدونكې ضلعې کاریزات هيډ کوارټر خانوزئی كښې په جوړولو …
د بلوچستان وزیراعلیٰ میر عبدالقدوس بزنجو سره د آل پارټیز برشور اولسي کمېټۍ پلاوي وليدل

مزید خبریں
کوئټه 23 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر عبدالقدوس بزنجو سره د پخواني صوبائی وزیر اسفندیار کاکړ په مشرۍ كښې د آل پارټیز برشور اولسي کمېټۍ پلاوي ملاقات كړې دې۔ صوبائی وزيران انجینئر زمرك خان اچکزئی، نور محمد دمړ د وزیراعلیٰ کوآرډینیټر ملك امان اللہ مهترزئی او بلال کاکړ هم په دې موقع موجود وو ۔ پلاوي د نوې جوړيدونكې ضلعې کاریزات هيډ کوارټر خانوزئی كښې په جوړولو د خپلو تحفظات څرګندونه وكړه ۔ وزیراعلیٰ پلاوي سره په خپلو خبرو اترو كښې ووئيل د برشور اولس تحفظات به لرې كولې شي او په هره پرېكړه كښې به د برشور اولس خواهشات تر نظر لاندې ساتلې شي۔ ده ووئيل دھرنا او احتجاج د مسئلو حل نه دې ، د وزیر اعلیٰ سیکرټريټ دروازې ټولو لپاره پرانستلي دي او ښه والې هم په دې كښې دې چې تر اړوند فورم خپل غږ ورسولې شي۔ده ووئيل زما لپاره پشتون بلوچ برابر دې او ټولي پرېكړي به د صوبې د اولس په ګټه كښې كولې شي۔











