چين، پلانټ كښې د اوور لګيدلو له امله 38 كسان مړه، 2 ژوبل

بيجنګ 22 نومبر (اے پي پي) چين كښې په يو پلانټ كښې د اوور لګيدلو له امله 38 كسان مړه او 2 ژوبل شوې دي۔ د فرانس خبررسني ادارې د چين سركاري ميډيا حواله وركولو سره وئيلي چې د چين هينن صوبې اينيانګ ښار د يو كامرس او تجارتي كمپنۍ پلانټ پلانټ كښې لګيدلي اوور په نتيجه كښې 38 كسان مړه شوې دي۔چارواكو ووئيل د اوور لګيدلو سلسله كښې مجرمانه شك من كسان حراست كښې اخستلې شوي، خو هغوي نور كوم تفصيلات نه دي وركړي ۔چارواكو ووئيل په اوور قابو موندلې شوې دې۔