عراق، بيكري كښې د ګاز چاؤدني له امله چاؤدنه ، 4 كسان مړه ، 26 ژوبل

بغداد 22 نومبر (اے پي پي) عراق كښې په يوه بيكرۍ كښې د ګاز چاؤدني په نتيجه كښې 4 كسان مړه او 26 ژوبل شوې دي۔د فرانس خبررسني ادارې له مخې د عراق د روغتيا چارواكو ووئيل د عراق صوبه دوهوك كښې د زدكونكو هاسټل په خوا كښې په بيكرۍ كښې د چاؤدني له امله 4 كسان مړه او 26 ژوبل شوې دي۔ ريسكيو ډلو ووبل كسان نزدې روغتون ته رسولې دي۔دا خبره دې ياده وي چې تيره اوونۍ كښې د شمالي عراق سليمانيه صوبه كښې په يو كور كښې د ګاز اخراج له امله شوې چاؤدني په نتيجه كښې 15 كسان مړه او 12 ژوبل شوې ؤ۔