د سعودي ولي عهد انډونيزيا كښې د زلزلې له امله په شوي زيان د صدر سره غمرازي ښكاره

رياض 22 نومبر (اے پي پي) د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز السعود په انډونيزيا كښې د زلزلې له امله په شوې زيان د صدر جوكو ودودو سره غمرازي ښكاره كړه۔ د انډونيزيا لويديزي صوبې جاوا كښې تيره ورځ راغلي زلزلې له امله 162 كسان مړه او ګڼ شمير كسان ژوبل شوې دي۔ د سعودي خبر رسني اداري له مخې د سعودي ولي عهد انډونيزيا صدر او حق رسيدلو كسانو كورنيو سره د يووالي څرګندونه كولو سره د ارواښادو بخښني او ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه۔