كابينه مستعفي، د بحرين شاه ولي عهد ته د نوې حكومت جوړولو سپارښتنه وكړه

مانامه 22 نومبر (اے پي پي) د بحرين فرمانروا حمد بن عيسي آل خليفه د كابينې استعفيٰ منظور كړې او ولي عهد له ئې د نوې حكومت جوړولو سپارښتنه كړې ده۔ عرب نشرياتي ادارې د بحرين شاهي فرمان په اړه وئيلي چې د بحرين شاه ولي عهد شهزاده سلمان بن حمد آل خليفه بيا وزير اعظم مقرر كړې دې او هغه ته ئې د نوې حكومت جوړلو او كابينې غړي تقررولو سپارښتنه كړې ده۔دا خبره دې ياده وي چې په بحرين كښې د اتوار په ورځ په 13 نومبر شوې پارليماني او بلدياتي كونسلو انتخابات په پولنګ كښې 73 فيصده ووټرز خپل ووت كاسټ كرې دې۔ ټاكنو كښې 40 چوكو لپاره 507 كانديدانو برخه اخستي وه۔