د امريكې صدر نيو يارك كښې د زياتي واوري له امله د ايمرجنسي نافذولو منظوري وركړه

واشنګټن 22 نومبر (اے پي پي) د امريكې صدر جو بائيډن نيو يارك رياست كښې د زياتي واوري له امله د ايمرجنسي نافذولو منظوري وركړې ده۔د چين خبر رسني ادارې له مخې وائټ هاؤس وئيلي دي چې د امريكې رياست نيو يارك كښې تاريخي واوري له امله د ايمرجنسي نافذولو اعلان شوې دې د كوم چې صدر جو بائيدن منظوري وركړې ده۔ د نيو يارك ګورنر كيتھي هوچل خپل ټويټ كښې وئيلي چې د تيري اوونۍ په آخر كښې ريكارډ واوره وريدلي ده۔ د ايري كاؤنټي ځيني برخو كښې 6 فټه څخه زياته واوره پريوتي۔يو اېس نېشنل ويدر سروس له مخې ايري كاؤنټي په يو كلي آرچرډ پارك كشې د زيارت په ورځ او اتوار په ورځ 80 انچ واوره پريوتي۔