چين په خلائي تحقيق كښې په زړه پورې هڅې كړي٬ نورو هېوادونو سره تبادلې او مرستې مضبوطولو لپاره چمتو يو۔ د صدر شي جن پنګ

بيجنګ 21 نومبر (اے پي پي) د چين صدر شي جن پنګ په خلائي تحقيق او اختراع نړيوالې شراكتدارۍ له د ملګرو ملتونو او د چين په كوربتوب كښې د فورم په نامه د مباركۍ چيټۍ لېږې ده۔ د ګل په ورځ د چين مېديا له مخې شي جن پنګ په ګوته كړې چې په وروستيو كلونو كښې چين په خلائي تحقيق كښې په زړه پورې هڅې كړي چې پكښې د سپوږمۍ سروے كولو لپاره چھانګ مشن ٬ په مريخ تحقيق لپاره تھيان وېن ون مشن او خلائي مشاهدې لپاره خلائي سټيشن جوړول او داسې نور شامل دي٬ ده ووئېل خلائي تحقيق يو لامتناهي سفر دے كوم چې به كله هم ختم نشي٬ چين په دې لړ كښې نورو هېوادونو سره تبادلو له د مرستې قوي كولو٬ په ګډه د كائنات اسرار دريافت كول، د خلا سوله ايز استعمال لپاره او د خلائي ټېکنالوجۍ ودې لپاره چمتو يو دغسې چې د نړۍ ټولو هېوادونو ته ښه ګټه ورسي٬ په دې ورځ په هائي نان صوبه هائيكو ښار كښې خلائي تحقيق او په اختراع د ملګرو ملتونو/چين د نړيوالې شراكتدارۍ فورم غونډه پېل شوې وه