د او آئي سي د اسرائيلي پوځ لخوا د ابراهیمي جومات بندولو اقدام په کلکه غندنه

جدہ۔21نومبر(اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئي سي) د مقبوضه بېت المقدس په القدس ښار كښې د اسرائيلي پوځ لخوا د ابراهیمي جومات بندولو اقدام په کلکه غندلې دې۔ د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې د او آئي سي عمومي سېكتر لخوا جاري كړې شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې او آئي سي د ابراهيمي جومات بندولو او موذن اذان كولو څخه منع كولو سره اړوند د اسرائيل پوځ اقدام په كلكه غندنه كوي۔ او آئي سي په فلسطيني اولس د تشدد او دوئي عبادت څخه منع كولو سره سره د مقدس ځايونو پرله پسې خلاف ورزيو مسؤل ګرځولو سره نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه كړې چې هغه دې اسرائيلي پوځ د دې ډول ناوړه كارروائيو څخه منع كړي كومې چې په سيمه كښې د تشدد ٬ تاؤ تريخوالي او بې ثباتۍ سبب ګرځي۔