اسلام آباد۔21نومبر (اے پی پی) د ګلګت بلتستان پخواني اعلی وزير او د پاكستان مسلم ليګ (ن) صوبائي صدر حافظ حفيظ الرحمن وئيلي دي چې په ګلګت بلتستان كښې د اوړو او برېښنا ستونزه كښې زيات شدت رامخے ته شوے دے٬ دوه كاله كښې د پرمختګ يو كار نه دې شوې۔ صوبائي حكومت سره د خان فكر دے٬ د عمران خان مقصد د هېواد قسمت سره لوبې كول دي ٬ …
په ګلګت بلتستان كښې د اوړو او برېښنا ستونزه كښې زيات شدت رامخے ته شوے٬ د پخواني اعلی وزير حافظ حفيظ الرحمن پرېس كنفرنس

مزید خبریں
اسلام آباد۔21نومبر (اے پی پی) د ګلګت بلتستان پخواني اعلی وزير او د پاكستان مسلم ليګ (ن) صوبائي صدر حافظ حفيظ الرحمن وئيلي دي چې په ګلګت بلتستان كښې د اوړو او برېښنا ستونزه كښې زيات شدت رامخے ته شوے دے٬ دوه كاله كښې د پرمختګ يو كار نه دې شوې۔ صوبائي حكومت سره د خان فكر دے٬ د عمران خان مقصد د هېواد قسمت سره لوبې كول دي ٬ سياسي اختلافات په خپل ځائې ٬ اعلی وزير دې د اولس مسئلو لپاره په اسلام آباد كښې دھرنا وكړي ٬ د مسلم ليګ (ن) هر كاركن به ورسره اوږه په اوږه ودرېږي ولې د هېواد او رياست په ضد د كوم هم ګام به بشپړ مزاحمت كولې شي۔ د نون ليګ په دفتر كښې خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې پخواني اعلی وزير ووئيل د عمران خان لانګ مارچ د سپه سالار تعينات كېدو عمل مخنيوي لپاره دے۔ ده ووئيل د عمران خان په سېكورټي د مياشتې يو ارب 80 كروړ روپۍ مصرف كولې شي او اعلی وزير د عمران وړاندې خپل مقام زياتولو له سركاري وسائلو سره سره اربونه روپۍ هم مصرف كوي۔ ده ووئيل هغه وخت لرې نه دې چې صوبائي حكومت له به د يوې يوې پېسې حساب وركول وي۔ ده زياته كړه چې د پاكستان او رياست په ضد هر سازش به ناكامه كوؤ۔











