د كيوبا صدر 24 نومبر څخه د چين درې ورځنۍ رسمي دوره كوي

هوانا۔21نومبر (اے پی پی) د کیوبا صدر میګویل ډیاز کېنیل به د نومبر له 24مې نیټې څخه د چین درې ورځنۍ رسمي دوره كوي۔ د چينائي ابلاغ ذريعو د چين خارجه وزارت وياند هوا چونينګ په حواله وئيلي چې د کيوبا صدر میګویل ډیاز کېنیل به د نومبر له 24مې نیټې څخه د چین درې ورځنۍ رسمي دوره كوي۔ دے دا دوره د چينائي صدر شي جن پنګ په بلنه كوي۔