د طلاق پېښو زياتوالي مخنيوي له دې درون ټېكس ولګولے شي٬ سعودي ليكوال

جدہ ۔21نومبر (اے پی پی) په سعودي عربستان کښې په طلاق د درون ټېكس د لګولو وړاندېز په ټولنیزو رسنیو كښې تر بحث لاندے دے۔ د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې نوموړي کالم لیکونکي انجینر طلال القشقري د طلاق د زیاتېدو د پېښو د مخنیوي لپاره د درون ټېكس د لګولو وړاندېز کړے او ویلي یې دي چې د طلاق ټېكس له لارې راټولو شویو پیسو څخه بايد يو فنډ جوړ كړے شي او دا د هغه بې وزله وګړو مرسته كولو له وكارولې شي كوم چې په نكاح كولو كښې خوښي لري۔ د ده وېنا وه چې په شام كښې يو رواج د طلاق اقدام مخنيوي كښې مرسته كوؤنكې ثابت شوے دے ٬ د شام خلق د نكاح په وخت د مهر رقم په دوه برخو كښې ووېشي ٬ د اولنۍ برخې ادائيګي د نكاح په وخت كولې شي دا رقم معمولي وي٬ دويمه برخه كومه چې زياته وي د طلاق نه وروستو وركولې شي ٬ دې رواج د طلاق پېښې كمې كړې دي۔ ده زياته كړه چې زمونږ په ټولنه كښې دا مسئله ډېره پېچلې ده٬ دلته نه يوازې قصور د سړي دې بلكې ښځه هم په معمولي معمولي خبرو د طلاق غوښتنه كوي۔ ده ووئيل ما د طلاق مخ په زياتېدونكو پېښو مخنيوي لپاره له اوږدې مودې څخه سوچ كولو ٬ زه غواړم چې د طلاق دائره محدود وي او د زياتې مجبورۍ نه غېر د طلاق په څير نامناسبه پرېكړه ونكړې شي۔