د ترهګرۍ ملاتړ د لوئيديز په ګټه نه دے ٬ ايران

تهران ۔21نومبر(اے پی پی) ایران امریکا او اروپايي هېوادونه د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړي او ویلي یې دي چې دا د دوی په ګټه نه دے۔ د چينائي خبري اژانس د خبر له مخې د ايران صدر ابراهيم رئيسي په امريکا، فرانس او يو شمېر نورو اروپايي هېوادونو په ايران کښې د ترهګرو او شرخوښو د ملاتړ له امله نيوکه كولو سره خبردارې ورکړې چې د ترهګرۍ ملاتړ به خامخا د دوی په ګټه نه وي۔ د ايران صدر د دفتر ويب سائټ له مخې ده د كابينې غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل دښمن د هېواد سلامتيا او معيشت سره سره د زده كړو او پېداوار څانګو ته زيان رسولې او د ايران د پرمختګ اغېزمن كولو ھڅه يۍ كړې۔ ده خارجه وزارت ته امر وكړه چې هغه په سفارتي او قانوني توګه ضروري ګامونه پورته كړي دغسې چې بهرني سازشونه ناكامه كړې شي۔ ده د شرخو د لاسه د ايراني كوچنيانو ٬ مېرمنو ٬ سړو او د امنيتي ځواكونو اهلكارو په مړينه د افسوس څرګندونه كولو سره اړوندو ادارو او تنظيمونو څخه غوښتنه وكړه چې هغوي د بغاوت كوؤنكو په ضد په سمدستي توګه سخته كارروائي وكړي او د ترهګرو او شرخوښو مخنيوي له ګامونه پورته كړي۔