پېښور 20 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حكومت سېلاب ځپليو 46 زره 4 سوه 78 كورونو سروے كولو سره رپورټ جاري كړې دې، چې پكښې 14 زره 180 كورونه په بشپړه توګه تباه شوې دغسې 32 زره 298 په جزوي توګه ځپلې شوي ، په دې لړ كښې تقريبا 9 زره څخه زيات ځپليو له 2 اربه روپۍ وركړې شوي۔پرفارمنس مينجمنټ اينډ ريفارمز يونټ پي اېم آر يو چارواكو …
خېبرپښتونخوا كښې د سېلاب له امله 14 زره 180 كورونه په بشپړه ډول تباه شوې ‘ 32 زره 298 په جزوي توګه ځپلې شوي۔سروے جاري

مزید خبریں
پېښور 20 نومبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا حكومت سېلاب ځپليو 46 زره 4 سوه 78 كورونو سروے كولو سره رپورټ جاري كړې دې، چې پكښې 14 زره 180 كورونه په بشپړه توګه تباه شوې دغسې 32 زره 298 په جزوي توګه ځپلې شوي ، په دې لړ كښې تقريبا 9 زره څخه زيات ځپليو له 2 اربه روپۍ وركړې شوي۔پرفارمنس مينجمنټ اينډ ريفارمز يونټ پي اېم آر يو چارواكو له مخې خېبرپښتونخوا 17 ضلعي سېلاب ځپلي ګرځولې شوي چې پكښې ډيره اسماعيل خان، ټانك او سوات تر ټولو زيات ځپلې شوي، 4 لكهه څخه زيات سېلاب ځپلي محفوظ ځايونو ته رسولې شوي دغسې 70 زره كسانو له ريسكيو، يو لكه 53 زره نان فوډ آئټمز، 8 لكهه 66 زره څخه زياتو كسانو له تيار خوراك دغسې 2 لكهه 86 زره كسانو له خشك راشن وركړې شوي، سېلاب ځپليو لپاره 196 كيمپ سائټس جوړ شوې ؤ چې پكښې دوه لكهه څخه زيات كسانو ګنجائش وو۔پي اېم آر يو چارواكو له مخې ټوله ضلعي انتظاميه سېلاب څخه وړاندې وګړي محفوظ ځايونو ته رسولو ، د اوبو د لارو صفائي، وړاندې اطلاع نظام او په مجموعي توګه سېلاب مخنيوي په شان په وخت او ښه اقداماتو په سوب 2010 سېلاب په مقابله كښې كم زيان شوې۔پي ايم آر يو چارواكو له مخې نومبر 2021 نه تر اكتوبر 2022 ديارلس زره 106 كناله سركاري زمكه آزاده كړې شوي۔آزادي كړې شوي زمكه كښې 34 فيصده زرعي زمكه ، 22 فيصده كمرشل، 9 فيصده فارسټ او 24 فيصده متفرق زمكه شامل ده۔











