ملتان 16 نومبر (اے پي پي) د بنګله دېش د كركټ لوبډلې د پاکستان انډر-19 لوبډلې له په وړومبي ټي 20 مېچ كښې ماتي وركړې ده ۔ په ملتان کرکټ سټيډيم كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ټي ټونټي سيريز په وړومبي مېچ كښې بنګله دېش ټاس ګټلو سره پاكستان ته د بېټنګ بلنه وركړه او د پاكستان لوبدلې په مقرر 20 اووز كښې د اته وكټو په زيان 143 …
بنګله دېش د پاکستان انډر-19 لوبډلې له په وړومبي ټي 20 مېچ كښې ماتي وركړه

مزید خبریں
ملتان 16 نومبر (اے پي پي) د بنګله دېش د كركټ لوبډلې د پاکستان انډر-19 لوبډلې له په وړومبي ټي 20 مېچ كښې ماتي وركړې ده ۔ په ملتان کرکټ سټيډيم كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ټي ټونټي سيريز په وړومبي مېچ كښې بنګله دېش ټاس ګټلو سره پاكستان ته د بېټنګ بلنه وركړه او د پاكستان لوبدلې په مقرر 20 اووز كښې د اته وكټو په زيان 143 رنز جوړ كړل چې پكښې باسط علي په 36 رنز غوره بېټسمېن وګرځېدو او د بنګله دېشن باور تنوير احمد د 25 رنز په بدل 3 لوبغاړي وسوځول ۔ د دې په ځواب كښې د بنګله دېش لوبدلې مطلوبه هدف په 19.3 اورز كښې د 5 وكټو په زيان تر سره كړو او پاكستان له ئې په پنځه وكټو ماتې وركړه









