سېلاب ځپليو ضلعو كښې د غنمو تخم وېړيا وركول پېل شؤ ٬ ملك خدا بخش لانګو

کوئټه۔13نومبر(اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير پوليټيكل سېكتر ملك خدا بخش لانګو وئيلي دي د مير عبد القدوس بزنجو په مشرۍ او د كركيلې صوبائي وزير مير اسد بلوچستان په نګرانۍ كښې د سېلاب ځپليو ضلعو كرونده ګرو ته د غنمو تخم د كومې معاوضې نه غېر وركولو په پروګرام عملدرآمد پېل شوې دې۔ د صوبائي كابينې منظورۍ سره پروګرام لپاره 2.2 اربه روپۍ جاري كړې شوي دي او …

کوئټه۔13نومبر(اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير پوليټيكل سېكتر ملك خدا بخش لانګو وئيلي دي د مير عبد القدوس بزنجو په مشرۍ او د كركيلې صوبائي وزير مير اسد بلوچستان په نګرانۍ كښې د سېلاب ځپليو ضلعو كرونده ګرو ته د غنمو تخم د كومې معاوضې نه غېر وركولو په پروګرام عملدرآمد پېل شوې دې۔ د صوبائي كابينې منظورۍ سره پروګرام لپاره 2.2 اربه روپۍ جاري كړې شوي دي او د ټېنډرنګ عمل د لارې د غنمو د 50 کلوګرام 3 لکه 81 زره بورۍ اخستې شوي دي۔ د اتوار په ورځ په خپل بيان كښې پوليټيكل سېكتر ملك خدا بخش لانګو ووئيل دې پروګرام څخه به د صوبې د 34ضلعو يو لك نه زيات كرونده ګر استفاده وكړي۔