د سود په اړه دائر كړے شوے اپيل بېرته اخستل خوشبين دي٬ مفتي جعفر طيار

اېبټ آباد۔ 11 نومبر (اے پی پی) د پاكستان شريعت كونسل خېبر پختونخوا عمومي سېكتر مفتي جعفر طيار اعوان د حكومت لخوا د سود په اړه د دائر كړې شوي اپيل بېرته اخستلو او د سودي بېنكارۍ ختمولو اعلان خوشبين ګرځولے دے۔ په خپل بيان كښی ده ووئيل د خزانې وزير اسحاق ډار لخوا په دې لړ كښې اعلان خوشبينه دے او هيله لرؤ چې حكومت به په سمدستي توګه …

اېبټ آباد۔ 11 نومبر (اے پی پی) د پاكستان شريعت كونسل خېبر پختونخوا عمومي سېكتر مفتي جعفر طيار اعوان د حكومت لخوا د سود په اړه د دائر كړې شوي اپيل بېرته اخستلو او د سودي بېنكارۍ ختمولو اعلان خوشبين ګرځولے دے۔ په خپل بيان كښی ده ووئيل د خزانې وزير اسحاق ډار لخوا په دې لړ كښې اعلان خوشبينه دے او هيله لرؤ چې حكومت به په سمدستي توګه د سود نه پاكې بېنكارۍ لپاره فعاله او جدي ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل په هېواد كښې د اسلامي نظام نفاذ او د هېواد معيشت د غېر ملكي فشار او لاس وهنې نه آزادولو له دا پرېكړه د ټول ملت آواز دے او په دې لړ كښې په جدي توګه د پورته كېدونكو ګامونو به ملاتړ كولې شي۔ ده ووئيل د سودي نظام ختمول نه يوازې دا چې د قرآن او سنت ښكاره حكم دے بلكې د پاكستان د دستور يوه ضروري غوښتنه هم ده كومې ته پام نه كولو سره چې مونږ سختو معاشي ستونزو سره مخ شوې يؤ او د دې نه وتلو له مونږ سره د شرعي احكامو د نافذ كولو او د سودي نظام ختمولو نه سوا بله كومه لاره نشته۔ ده ووئيل دې لپاره د ديني جماعتونو سره سره تاجر تنظيمونو ٬ وكيلانو او نورو اړوندو فورمونو له به خپل فعاله كردار ترسره كول وي