د افغانستان امنيتي ځواكونو لخوا د عملياتو په مهال راخوشې كړی شوي دوه پاكستاني سفارتكار اسلام آباد ته راورسېدل

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د افغانستان امنيتي ځواكونو لخوا د عملياتو په مهال راخوشې كړی شوي دوه پاكستاني سفارتكار د زيارت په ورځ اسلام آباد ته رارسېدلې دي۔جلال آباد كښې پاكستاني قونصليټ جنرل دوه سفارتكار څه موده وړاندې نامعلوم كس تښتولي وو۔د خارجه دفتر وياند له مخې افغان امنيتي ځواكونو د شورو په ورځ د عملياتو په مهال دوه سفارتكار په حفاظت سره راخوشي كړي۔د افغانستان اولس …

اسلام آباد 27 جولائي (اے پي پي) د افغانستان امنيتي ځواكونو لخوا د عملياتو په مهال راخوشې كړی شوي دوه پاكستاني سفارتكار د زيارت په ورځ اسلام آباد ته رارسېدلې دي۔جلال آباد كښې پاكستاني قونصليټ جنرل دوه سفارتكار څه موده وړاندې نامعلوم كس تښتولي وو۔د خارجه دفتر وياند له مخې افغان امنيتي ځواكونو د شورو په ورځ د عملياتو په مهال دوه سفارتكار په حفاظت سره راخوشي كړي۔د افغانستان اولس مشر اشرف غني كابل كښې د پاكستان ناظم الامور ته په ذاتي توګه ټېليفون كړې او وئيلي دي افغان امنيتي ځواكونو عملياتو پھ مهال سفارتكار راخوشي كړي دي۔د شورو په ورځ د افغان خارجه چارو وزارت دواړه سفارتكار كابل كښې د پاكستان سفارت ته سپارلي وو۔دواړو سفارتكارو او د دوي كورنيو په حفاظت سره پھ راخوشې كولو د افغان حكومت مننه وكړه۔دوي د راخوشې كولو لپاره په پرله پسې هڅو د افغان حكومت هم مننه وكړه