اسلامي نړۍ نن يو كېدو ته زياته اړتيا لري٬ ډائرېکټر جنرل خانه فرهنګ ایرن

پېښور ۔4 نومبر(اے پی پی) د خانه فرھنګ ایران ډائرېطټر جنر مهران سکندریان وئيلي دي د ګردې نړۍ ټول مكاتب فكر يو كېدل غواړي خو ځينې قوتونه داسې دي كوم چې د مسلمانانو يووالې خپلې ګټې لپاره خطر ګڼي او هغوي اسلامي نړۍ د بېلو ستونزو سره په مخ كولو خپله ناوړه ايجنډا ترسره كول غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ په امام بارګاه آغا ګل كښې د …

پېښور ۔4 نومبر(اے پی پی) د خانه فرھنګ ایران ډائرېطټر جنر مهران سکندریان وئيلي دي د ګردې نړۍ ټول مكاتب فكر يو كېدل غواړي خو ځينې قوتونه داسې دي كوم چې د مسلمانانو يووالې خپلې ګټې لپاره خطر ګڼي او هغوي اسلامي نړۍ د بېلو ستونزو سره په مخ كولو خپله ناوړه ايجنډا ترسره كول غواړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده تېره ورځ په امام بارګاه آغا ګل كښې د اماميه كونسل تر سېوري لاندې د شیعه سنی علماء ٬ ذاکرینو ٬ نعت خوانانو او د ماتمي ډلو مشرانو په درناوي كښې راجوړې كړې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ مهران اسکندریان ووئيل اسلامي نړۍ چې نن يو كېدو ته څومره اړتيا لري دومره يۍ كله نه لرله۔ دستورې ته د جمعيت علماﺀ اسلام پېښور امير مولانا محمد مسكين شاه ٬ مولانا حسېن احمد مدني ٬ مولانا اقبال شاه حېدري ٬ مولانا زكي الحسن او نورو هم خطاب وكړو۔ دوي ووئيل مسلكونه بېل بېل ضروري دي خو د ټولو تعلق بايد اسلام سره وي۔ دوي ووئيل مونږ د خاتم الانبياﺀ علېه السلام په تعليمات عمل كولو سره يو كېدې شوو او د لوي څښتن فضل دے يو يؤ۔ د دستورې په پايه كښې د امامیه کونسل لخوا ګرانو مېلمنو٬ نعت خوانانو او د ماتمي ډلو مشرانو ته سونيئر وركړے شول