واشنګټن 27 جولائي (اے پي پي امریکا كښې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري وئيلي دي داسې شواهد لرو چې د پاكستان پوله ايزو سيمو نه د امنيتي ځواكونو د عملياتو څخه تښتېدلي عسكريت خوښي په افغانستان كښې د حكومتي عملدارۍ نه لرې په آزادو سيمو كښې خوندي ژالې لري ٬ په دې سيمو كښې عسكريت خوښ پاكستان او افغانستان كښې د مربوطې ترهه ګرۍ كاروائۍ منصوبه بندي كوي۔ ده …
عملياتو څخه تښتېدلي عسكريت خوښي افغانستان كښې د حكومتي عملدارۍ نه لرې په آزادو سيمو كښې خوندي ژالې لري

مزید خبریں
واشنګټن 27 جولائي (اے پي پي امریکا كښې د پاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدري وئيلي دي داسې شواهد لرو چې د پاكستان پوله ايزو سيمو نه د امنيتي ځواكونو د عملياتو څخه تښتېدلي عسكريت خوښي په افغانستان كښې د حكومتي عملدارۍ نه لرې په آزادو سيمو كښې خوندي ژالې لري ٬ په دې سيمو كښې عسكريت خوښ پاكستان او افغانستان كښې د مربوطې ترهه ګرۍ كاروائۍ منصوبه بندي كوي۔ ده دا خبرې واشنګټن كښې انټرنېشنل انسټي ټيوټ فار ستراتېژك سټډيرز تر سېوري لاندې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړې ۔ په دې موقع د تعليم پوهان او د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو كسانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔ ده ووئيل افغانستان د ترهه ګرۍ د پېښو تورونه په پاكستان لګول به مرستياله ونه ګرځي۔ سفير ووئيل د افغان مسئلے پوځي حل ممكن نه دے٬ پاکستان په منطقه كښې د امن او استحكام مقاصدو لپاره امريكې سره د شراكت دارۍ په توګه كار كولو له چمتو دے۔ اعزاز احمد چوهدري ووئيل افغانستان كښې امن او استحكام لپاره د سياسي او د بېلا بېلو افغان ټولګو ترمېنځه تفاهم ٬ جامع او فعاله پوله ايز انتظام او انصرام٬ د افغان كډوالو ستنېدل او د دواړو هېوادونو ترمېنځه نزدې مرسته ډېره ضروري ده۔ ده ګډون كوٶنكي د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان كاميابيو ٬قربانيو او د پاكسان اقتصادي پرمختګ او منطقه كښې د مهمو مسئلو پحقله د پاكستان د موقف نه خبر كړل۔ ده ووئيل پاکستان په منطقه كښې د امن او استحكام مقاصدو لپاره امريكې سره د شراكت دارۍ په توګه كار كولو له چمتو دے۔









