د پاکستان او آسيايي پرمختيايي بانک تر منځ په خيبر پښتونخوا کښې د روغتيا پروګرام لپاره د 100 ميلي ډالرو مالي مرستې لوظنامه لاسليک شوه

اسلام آباد۔4 نومبر(اے پی پی)د پاکستان او آسيايي پرمختيايي بانک تر منځ په خيبر پښتونخوا کښې د روغتيايي سېسټم پياوړي پروګرام لپاره د 100 ميلين ډالرو مالي مرستې لوظنامه لاسليک شوه۔ د پاکستان د اقتصادي چارو د وزارت سېکتر ډاکټر کاظم نياز د پاكستان حكومت او د آسيائي پرمختيائي بانك لخوا د پاكستان رېذيډچنټ مشن كنټري ډائرېكټر يونګ دا لوظنامه لاسليك كړه۔ د خېبر پښتونخوا حكومت او آسيائي پرمختيائي پروګرام …

اسلام آباد۔4 نومبر(اے پی پی)د پاکستان او آسيايي پرمختيايي بانک تر منځ په خيبر پښتونخوا کښې د روغتيايي سېسټم پياوړي پروګرام لپاره د 100 ميلين ډالرو مالي مرستې لوظنامه لاسليک شوه۔ د پاکستان د اقتصادي چارو د وزارت سېکتر ډاکټر کاظم نياز د پاكستان حكومت او د آسيائي پرمختيائي بانك لخوا د پاكستان رېذيډچنټ مشن كنټري ډائرېكټر يونګ دا لوظنامه لاسليك كړه۔ د خېبر پښتونخوا حكومت او آسيائي پرمختيائي پروګرام ترمنځ په صوبه كښې د پروګرام نفاذ لپاره يوه بله لوظنامه هم لاسليك شوه۔ د لاسليك دستوره كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق هم موجود وو۔ په دې مهال ووئيلې شؤ چې د دې پروګرام مقصد په خېبر پښتونخوا كښې د روغتيا ثانوي نظام بدلول دي۔ دې پروګرام څخه به نزدې 38 ملینه وګړي استفاده وكړي په كومو كښې چې مېرمنې هم شامل دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې تېره مياشت د اقتصادي چارو وزارت آسيائي پرمختيائي بانك سره د 1.5 اربه ډالرو لوظنامه لاسليك كړې وه۔ دغسې په بلوچستان ، خیبرپښتونخوا او سندھ كښې د سېلاب د لاسه د ځپلې شوې بنيادي اډانې بحالۍ او بيا رغونې له د روانو پرمختيائي منصوبو څخه 475 ملین ډالره مصرف كولې شي۔ وفاقي وزير اياز صادق په دې مهال خپلو خبرو كښې ووئيل نړيوالو پرمختيائي همكارانو څخه د رعايتي قرضونو انتظام كولو سره به د سېلاب څخه وروستو رامخې ته شوې حالات ښه كولو كښې د صوبائي حكومتونو مرسته كولې شي۔