لاهور 03 نومبر (اے پي پي) په لاهور رائے ونډ كښې د تبليغي جماعت نړيواله اجتماع د زيارت په ورځ پېل شوې چې پكښې د پاكستان پشمول د ګردې نړۍ كښې د لكهونو په شمېر اولس ګډون كوي۔ د رائے ونډ اجتماع وياند له مخئ په دې لړ كښې ټول انتظامات له حتمي شكل وركړے شوے ٶ او په دې موقع د زرګونو په شمېر پوليس اهلكار او تبليغي كاركنان …
د رائے ونډ تبليغي اجتماع پېل شوه

مزید خبریں
لاهور 03 نومبر (اے پي پي) په لاهور رائے ونډ كښې د تبليغي جماعت نړيواله اجتماع د زيارت په ورځ پېل شوې چې پكښې د پاكستان پشمول د ګردې نړۍ كښې د لكهونو په شمېر اولس ګډون كوي۔ د رائے ونډ اجتماع وياند له مخئ په دې لړ كښې ټول انتظامات له حتمي شكل وركړے شوے ٶ او په دې موقع د زرګونو په شمېر پوليس اهلكار او تبليغي كاركنان امنيتي وظيفه ترسره كوي٬ په رائے ونډ كښې د تبليغي جماعت نړيواله اجتماع سږ كال په دو پړاٶنو كښې كېږي ٬ د وړومبې اجتماع پېل د مولانا نذرالرحمان د بيان څخه شوے ٬ د بهر مېلمنو لپاره بهرنۍ حقله جوړه كړې شوه چرته چې د لس زره نه زيات غېر ملكي مېلمانه رارسېدلې دي٬ سږ كال د رائے ونډ په اجتماع كښې د 50 زره نه د زياتو غېر ملكي ملمېنو راتګ امكان لري ، د پنډال نه ګېر چاپېره ډولفن٬ پيرو او د اېليټ فورسز ګاډي شپه او ورځ ګزمه كوي٬ ټول ګډون كوٶنكي د ګاز سلېنډر پشمول هر ډول اور اغستونكې ماده د ځان سره د راوړلو نه په سختۍ سره منع كړې شوي او د واك تهرو ګېټس د لارې پنډال ته د داخلېدو اجازه ده٬ د نړيوالې اجتماع له مخې د صحت محكمې مني روغتون او ډسپنسرۍ هم جوړې كړې دي









