پېښور ۔3 نومبر(اے پی پی) خېبر پختونخوا كښې سبا د جمعې ورځې څخه د بارانونو د نوې لړۍ پېل كېدو او به پورته سيمو كښې د واورې ورېدو امكان دے۔ د موسمياتو څانګې له مخې د تېزو بارانونو ٬ كېدو او واورې او ګلۍ ورېدو امكان له امله پي ډي اېم اے اړوندو ادارو ته د وړاندې نه د ګامونو پورته كولو هدايت كړے دے۔ د پي ډي اېم اے …
په خېبر پختونخوا كښې سبا څخه د بارانونو د نوې لړۍ پېل كېدو امكان دے

مزید خبریں
پېښور ۔3 نومبر(اے پی پی) خېبر پختونخوا كښې سبا د جمعې ورځې څخه د بارانونو د نوې لړۍ پېل كېدو او به پورته سيمو كښې د واورې ورېدو امكان دے۔ د موسمياتو څانګې له مخې د تېزو بارانونو ٬ كېدو او واورې او ګلۍ ورېدو امكان له امله پي ډي اېم اے اړوندو ادارو ته د وړاندې نه د ګامونو پورته كولو هدايت كړے دے۔ د پي ډي اېم اے له مخې په پورته ضلعو كښې د واورې پرېوتو د لاسه لارې بندېدې شي ځكه ضلعي انتظاميه دې د وړو لويو مشينونو شتون باوري كړي۔ بلخوا د بارانونو او واورې د لاسه په درجه حرارت كښې د كمي كېدو هم امكان ښودلے شوے دے۔ د موسمياتو محكمې وئيلي چې د بارانونو دا لړۍ به تر ګل ورځې دوام لري ځكه سېلګري د موسم صورتحال څخه بايد په وخت خبر كړې شي۔









