سرینګر۔03 نومبر(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو په شمول په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي به د نومبر 6 مه نېټه د جمو شهيدانو ورځ لمانځي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې كشميرې اولس به په دې ورځ شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره د هغوي مشن تر هغه وخت روان ساتلو له د خپل عزم پخلې كوي تر كومې چې د خپلواكۍ حق ترلاسه …
كشميري وګړي به د نومبر 6 مه نېټه د جمو شهيدانو ورځې په توګه لمانځي

مزید خبریں
سرینګر۔03 نومبر(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو په شمول په ګرده نړۍ كښې مېشته كشميري وګړي به د نومبر 6 مه نېټه د جمو شهيدانو ورځ لمانځي۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې كشميرې اولس به په دې ورځ شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره د هغوي مشن تر هغه وخت روان ساتلو له د خپل عزم پخلې كوي تر كومې چې د خپلواكۍ حق ترلاسه شوې نه وي۔ د ډوګرا مهاراجہ هری سنګھ ځواكونو ٬ هندي عسكرو او هندو انتها خوښو د جموں په بېلو سيمو كښې د كال 1947 نومبر مياشتې په اولنۍ اونۍ كښې پاكستان ته هجرت كوؤنكي د لكھونو په شمېر مسلمانان شهيد كړي وو۔ په دې مهال به د آزاد كشمير په شمول د پاكستان په بېلو برخو كښې د جموں شهيدانو ورځې مناسبت سره لاريونه ويستلې ٬ سيمينارونه او سمپوزيم كولې شي۔ د ورځې پېل به په جوماتونو كښې د هند غېر قانوني قبضې څخه آزادۍ ٬ د پاكستان او آزاد كشمير پرمختګ ٬ استحكام او سوكالۍ لپاره خصوصي دعا څخه كولې شي۔ دې سره سره د بېلو سماجي ٬ سياسي او اولسي تنظيمونو ترسېوري لاندې به د كشميري شهيدانو روح ته ثواب رسولو له په بېلو ځايونو كښې قرآن خواني هم كولې شي









