د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله ګورنر مشتاق احمد غني د پېښور پرېس كلب دوره

پیښور 19 اكتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله ګورنر مشتاق احمد غني د شورو په ورځ د پېښور پرېس كلب دوره كړې او د پېښور پرېس كلب تر سيوري لاندې د مېډيا كركټ ليګ لانچنګ په دستوره كښې ئې د خاص مېلمه په توګه ګډون كړے ۔لنډ مهاله ګورنر د مېډيا كركټ ليګ ټرافۍ مخ كتنې او په ټورنامنټ كښې برخه اخستونكو 16 ډلو كپتانانو له كټس وركړل۔په دې …

پیښور 19 اكتوبر (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله ګورنر مشتاق احمد غني د شورو په ورځ د پېښور پرېس كلب دوره كړې او د پېښور پرېس كلب تر سيوري لاندې د مېډيا كركټ ليګ لانچنګ په دستوره كښې ئې د خاص مېلمه په توګه ګډون كړے ۔لنډ مهاله ګورنر د مېډيا كركټ ليګ ټرافۍ مخ كتنې او په ټورنامنټ كښې برخه اخستونكو 16 ډلو كپتانانو له كټس وركړل۔په دې موقع مشتاق احمد غني ووئيل د پېښور پرېس كلب د خبريالانو لپاره ميګا اسپورټس ايونټس مېډيا كركټ ليګ پېل كول يو خوشبينه اقدام دے٬دفسې د پېشه وره خبريالانو د خپلو ذمه وارو سره سره د لوبو په هلو ځلو كښې برخه اخستل يو مثبت او صحت مندانه اقدام دے۔په دې مهال مشتاق احمد غني د ميګا اسپورټس ايونټ په پېل د پېښور پرېس كلب انتظاميې ته مباركي وركړه۔