د بحريه يونيورسټي د هېلتھ سائنسز کېمپس اتم كانووكېشن٬ چيف آف دي نيول سټاف اېډمرل محمد امجد خان د خاص مېلمه په توګه ګډون

کراچۍ 28 اکتوبر (اے پي پي) د بحريه يونيورسټۍ د هېلتھ سائنسز کېمپس (بي يو اېچ اېس سي) اتم كانووكېشن په كراچۍ كښې شوے چې پكښې چيف آف دي نيول سټاف او د بحريه پوهنتون پرو رېكټر اېډمرل محمد امجد خان د خاص مېلمه په توګه ګډون كړے، په دې موقع خاص مېلمه د تعليم په مېدان كښې په ځانګړې كاميابو زده كوٶنكو ته مېډلز او مېرټ سندونه هم وركړل۔ …

کراچۍ 28 اکتوبر (اے پي پي) د بحريه يونيورسټۍ د هېلتھ سائنسز کېمپس (بي يو اېچ اېس سي) اتم كانووكېشن په كراچۍ كښې شوے چې پكښې چيف آف دي نيول سټاف او د بحريه پوهنتون پرو رېكټر اېډمرل محمد امجد خان د خاص مېلمه په توګه ګډون كړے، په دې موقع خاص مېلمه د تعليم په مېدان كښې په ځانګړې كاميابو زده كوٶنكو ته مېډلز او مېرټ سندونه هم وركړل۔ د پاك بحريه لخوا د جاري اعلاميه له مخئ په كانووكېشن كښې د اېم فل٬ اېم بي بي اېس، بي ډي اېس، بي اېس (نرسنګ)، ډي پي ټي او د اېم اېل ټي په مجموعي توګه 262 ګرېجوئټس ته سندونه وركړې شوي۔ په دې موقع نېول چيف اېډمرل محمد امجد خان دستورې ته وېنا هم وكړه