اسلام آباد 28 اكتوبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د ممتحن لخوا نابينا كس ته د امتحان موقع په نه وركولو د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره د نشه اي توكو مخ نيوي فورس(اے اېن اېف)ته د خشم څرګندونه كړی۔صدر مملكت دا معامله وفاقي محتسب ته لېږلې ده او په 30 ورځو كښې ئې د پريكړې كولو هم هدايت كړے۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري …
صدر ډاكټر عارف علوي د ممتحن لخوا خاص كس ته د امتحان موقع په نه وركولو اے اېن اېف ته د خشم څرګندونه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اكتوبر (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي د ممتحن لخوا نابينا كس ته د امتحان موقع په نه وركولو د ناراضګۍ څرګندونه كولو سره د نشه اي توكو مخ نيوي فورس(اے اېن اېف)ته د خشم څرګندونه كړی۔صدر مملكت دا معامله وفاقي محتسب ته لېږلې ده او په 30 ورځو كښې ئې د پريكړې كولو هم هدايت كړے۔د جمعې په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې نابينا اميدوار سليمان ارشد د نشه اي توكو مخ نيوي فورس كښې د اسسټنټ په توګه بهرتۍ لپاره درخواست وركړے ؤ ٬ دا نابينا كس د اسسټنټ وظيفه ترسره كولو نه په قاصر ګرځولو ممتحن د امتحان نه منع كړے ؤ ٬سليمان ارشد(شكايت كونكي )د وفاقي محتسب پريكړی په ضد صدر مملكت ته درخواست كړے ؤ ۔صدر مملكت د اے اېن اېف عملې لخوا امتحان اخستو څخه په انكار دا بدانتظامي ګرځولې۔صدر وئيلې دي پاكستان د صنفي او معذورۍ پشمول د هر ډول امتياز په ډېرو نړيوالو چارټرز او لوظ نامو لاس ليك كړے۔ده ووئيل وفاقي محتسب په دې بنيادي اړخونو غور نه دے كړے٬ دغس ېكيس بيا د سماعت او په ميرټ د پريكړې لپاره محتسب ته سپارلې شي۔صدر مملكت معامله وفاقي محتسب ته لېږلې او په 30 ورځو كښې ئې د پريكړې كولو هدايت هم كړے









