د وزيراعظم صلاحكار انجينئر امير مقام سره د قازقستان سفير ملاقات

پېښور 28 اكتوبر (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي٬اولسي چارو او د قامي ورثې او كلتور صلاحكار انجينئر امير مقام سره پاكستان كښې د قازقستان سفير يرژان كستافين ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په دې موقع په خبرو كښې امير مقام ووئېل پاكستان قازقستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې د سيمه ايزې مرستې شريك وژن وړ دي۔ده ووئيل …

پېښور 28 اكتوبر (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي٬اولسي چارو او د قامي ورثې او كلتور صلاحكار انجينئر امير مقام سره پاكستان كښې د قازقستان سفير يرژان كستافين ملاقات كړے چې پكښې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔په دې موقع په خبرو كښې امير مقام ووئېل پاكستان قازقستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي كومې چې د سيمه ايزې مرستې شريك وژن وړ دي۔ده ووئيل پاكستان او قازقستان د ورورولۍ اړيكې لري او د دواړو هېوادونو ترمينځه دې ته لا ودې وركولو امكانات موجود دي۔انجينئر امير مقام د كلتور په څانګه كښې د اړيكو په اهميت او د دواړو هېوادونو ترمينځه په ممكنه مرسته زور راوړو۔د قازقستان سفير يرژان كستافين په تود هركلي د وزيراعظم صلاحكا ستائنه كولو سره د سېلاب ځپليو لپاره د يووالي څرګندونه وكړه