د ساکا پنجه صاحب په دستورو كښې ګډون لپاره د سکھ ياتريو پاكستان ته راتګ٬ په واهګه بارډر د شرائنز اېډيشنل سېكرټري د هغوي هركلے وكړو

لاهور 28 اکتوبر (اے پي پي) د ساکا پنجه صاحب په 100 كلنه دستورو كښې ګډون لپاره د هند څخه د سكھ ياريانو پلاوي د پارټۍ لارښود ګياني هرميت سنګھ په مشرۍ كښې د واهګه بارډر د لارې پاكستان ته رارسېدلے دے٬ د متروکه وقف املاک بورډ ايډيشنل سېکرټري (شرائنز) رانا شاهد د پلاوي تود هركلے كړے۔ په دې موقع ډپټي سېكرټري سېف الله کھو کھر پردھان، د پي اېس …

لاهور 28 اکتوبر (اے پي پي) د ساکا پنجه صاحب په 100 كلنه دستورو كښې ګډون لپاره د هند څخه د سكھ ياريانو پلاوي د پارټۍ لارښود ګياني هرميت سنګھ په مشرۍ كښې د واهګه بارډر د لارې پاكستان ته رارسېدلے دے٬ د متروکه وقف املاک بورډ ايډيشنل سېکرټري (شرائنز) رانا شاهد د پلاوي تود هركلے كړے۔ په دې موقع ډپټي سېكرټري سېف الله کھو کھر پردھان، د پي اېس جي پي سي سردار امير سنګھ پشمول د سكھ ټولنې نور مشران هم موجود وو۔ د پارټۍ لارښود ګياني هرميت سنګھ په دې موقع ووئيل پاكستان ته په راتګ خوشحالي محسوسوٶ او په تود هركلي د حكومت مننه كوٶ۔ په دې موقع پردھان سردار امير سنګھ ووئيل ټرسټ بورډ انتظاميه د ساکا پنجه صاحب سل كلنو دستورو له غوره انتظامات كړي ۔ په دې موقع حسن ابدال ته د سكھ ياتري د روانېدو په مهال امنيت ټېنګ كړے شوے ٶ