چا ته به هم په اسلام آباد د بريد كولو اجازه ورنه كړې شي ، په غلط نيت د راتلونكو به مخنيوے كولے شي۔د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا ء الله

پينډۍ 28 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا ء الله وئيلي دي چا ته به هم په اسلام آباد د بريد اجازه ورنه كړي ې، په غلط نيت د راتلونكو به مخنيوے كولے شي، دې ډول كلتور سره هېواد ته زيان رسي ،كومي ډلي چې د خپل حماقت، تكبر او پاګل پن په وجه قام غريبۍ سره مخ كوي د هغوي به مخنيوې كولې شي، …

پينډۍ 28 اكتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا ء الله وئيلي دي چا ته به هم په اسلام آباد د بريد اجازه ورنه كړي ې، په غلط نيت د راتلونكو به مخنيوے كولے شي، دې ډول كلتور سره هېواد ته زيان رسي ،كومي ډلي چې د خپل حماقت، تكبر او پاګل پن په وجه قام غريبۍ سره مخ كوي د هغوي به مخنيوې كولې شي، د عمران خان لانګ مارچ لپاره د اعليٰ عدليې پيراميټرز جوړ كړے شوي ، عمران خان د قانون له مخې امناكه احتجاج لپاره كه اسلام آباد ته راغلو نو وفاقي حكومت به د عدالت د اړخه تفويض كړې ذمه وارۍ ترسره كوي، خو كه چا د بريد كولو هڅه وكړه نو سختۍ سره به ئې مخنيوې كولې شي،په سينئر خبريال ارشد شريف چا د هېواد پرېښودلو لپاره فشار اچولو، د هېواد پرېښودلو كښې ئې سهولت وركولو او د دروغو تھريټ الرټ جاري كولو پشمول د ټولو اړخونو پلټنو لپاره حكومت كمېشن جوړ كړے كوم چې پلټنو لپاره څوك هم رابللے شي۔د دې خيالاتو څرګندونه د كورنيو چارو وفاقي وزير د جمعې په ورځ د پينډۍ هائي كورټ بار ايسوسي ايشن كښې نوې پاسپورټ كاؤ نټر اجراء او پاسپورټ فيس آسان ايپ پرانستي په موقع بار ته وينا كښې او ميډيا سره خپلو خبرو كښې وكړه۔په دې موقع د بار صدر طلعت محمود زيدي او سيكرټري ملك خرم شهزاد نه علاوه د بار عهديدار او غړي په ګڼ شمير موجود وو۔ رانا ثنا ء الله ووئيل عمران خان زما په ضد په كارروائي او ګرفتاري نه كولو د پنجاب حكومت وړاندې څخه ناكام حكومت ګرځولے۔ده ووئيل عمران نيازي خوشحاله كولو لپاره اينټي كرپشن چې كوم وارنټ ترلاسه كړے ؤ هغه ئې پخله بيرته اخستے، بے بنسټه كيس د لارې د سياسي انتقام دې څخه ناوړه مثال بل كوم نشته، ده ووئېل سركاري ادارو افسران دې تر دې حد نه رسي خو بيا هم عدالت ته سليوټ دے چې په قانون عملداري باوري كړې۔ ډي جي آئي ايس آئي او ډي جي آئي ايس پي آر شريك پرېس كنفرنس عمران خان ردعمل په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل په مهمو قومي او حساس نوعيت ادارو نيغ په نيغه چې كوم كس د دروغو تور ولګوي نو د ادارې مشر له خپل موقف په ښه ډول اولس ته وړاندې كول وي۔ د دواړو ډي جيز په خبرو اولس حقيقت څخه خبر كړے ،د عمران خان لانګ مارچ په اړه د پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د سپريم كورټ او اسلام آباد هائي كورټ پريكړي شته چې پكښې اعليٰ عدليې ټول څيزونه ترسره كړي كه عمران خان د قانون له مخې امناك احتجاج لپاره اسلام آباد ته راغلو نو فاقي حكومت به د عدالت د اړخه سپارلې شوي ذمه وارۍ پوره كوي،ده ووئېل په عدالتي حكم بيل كړو او متعين شوے ته ځ محدود پاتې كيدو سره به هغوي ته د امنيت او احتجاج بشپره موقع وركولې خو كه چا هم د بريد كولو هڅه وكړه نو دا دې واوري چې كومي ډلي ته به په اسلام آباد د بريد كولو اجازه ورنه كړي شې۔ د سينئر خبريال ارشد شريف په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په ارشد شريف د هېواد پرېښودلو لپاره فشار چا اچولے؟ هغه له هېواد پرېښودلو كښې سهولت چا وركړے ؟ او په دې اړه د دروغو تھريټس الرټ چا جاري كړے؟ په دې ټولو اړخونو پلټنو لپاره حكومت كمېشن جوړ كړے كوم به چې خپل رپورټ د كورنيو چارو وزارت ته لېږي او بيا به رپورټ وزيراعظم او كابينې ته لېږلې شي۔د لانګ مارچ په موقع پنجاب او خېبرپښتونخوا كښې ممكنه ګورنر راج لكولو په اړه د پوښتني په ځواب ده ووئيل پريكړه به كابينې له كول وي كه داسې څه صورت ؤ نو د كورنيو چارو وزير په حيث به خپله سمري يا تجويز حكومت له وركوم خو دا مهال داسې څه پريكړه نه ده شوي۔دې څخه وړاندې د كورنيو چارو وزير رانا ثنا ء الله هائي كورټ بار ايسوسي ايشن پينډۍ ته وينا كښې ووئيل د وكيلانو په غوښتنه نن د پينډۍ هائي كورټ بار كښې پاسپورټ دفتر او پاسپورټ فيس د آسان ايپ پرانسته شوې چرته چې به د ججانو صاحبانو ،وكيلانو او بار او عدالتي عملې ته پخپل ماحول كښې د نوي پاسپورټ ترلاسه كيدل يا د هغې د نوي كولو سهولت ترلاسه وي ۔ ده ووئيل پاسپورټ فيس د آسان ايپ د لارې د كور څخه جمع كيدے شي ۔ ده ووئيل دا مهال هېواد كښې د پاسپورټ 179دفتري په بشپړه ډول فعاله دي٬ ډير زر به نوري لس دفتري كار پيل كړي او بيا به دې نه پس د هېواد د هر تحصيل او لويو كليو كښې هم د پاسپورټ كاؤنټريا دفترې جوړولې شي۔ده ووئيل دا زمونږ بدقسمتي ده چي د هېواد د سياست څخه رواداري ختمېږي ٬ مونږ خپل مخالف لويه مسئله ګڼو ټولي خرابۍ په مخالف كښې او ټول ښه كارونه په ځان كښې وينو، ده ووئېل د وكيل په حيث زه ګواه يم چې د وكيلانو ورورولي تر نن ورځې د كوم آمر يا جابر سره سمجھوته نه ده كړي، وكيلانو عمر له د جمهوريت تحفظ او قانون سرلوړۍ هلو ځلو كښې كوټلې كردار ترسره كړے