مظفرآباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د لائن آف کنټرول دواړو اړخو او د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې كشميريانو په مقبوضه كشمير د هند د ناجائزه قبضې په ضد توره ورځ لمانځلې ده ۔ په دې لړ كښې آزاد كشمير كښې احتجاجي لاريون او جلسې وشوې او د هند لخوا د اكتوبر په 27مه نيټه كال 1947 مقبوضه كشمير ته د پوځ داخلولو او په كشمير د جابرانه قبضې …
د لائن آف کنټرول دواړو اړخو او د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې كشميريانو په مقبوضه كشمير د هند ناجائزه قبضې په ضد توره ولمانځله

مزید خبریں
مظفرآباد 27 اکتوبر (اے پي پي) د لائن آف کنټرول دواړو اړخو او د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې كشميريانو په مقبوضه كشمير د هند د ناجائزه قبضې په ضد توره ورځ لمانځلې ده ۔ په دې لړ كښې آزاد كشمير كښې احتجاجي لاريون او جلسې وشوې او د هند لخوا د اكتوبر په 27مه نيټه كال 1947 مقبوضه كشمير ته د پوځ داخلولو او په كشمير د جابرانه قبضې په ضد مظفرآباد كښې احتجاجي جلسه تر سره شوه ۔ په احتجاجي جلسه كښې د آزاد كشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس خان، د مسلم ليګ ن صدر شاه غلام قادر، سينئر وزير خواجه فاروق احمد، ډپټي سپيکر چوهدري رياض احمد، حريت لارښود سيد يوسف نسيم، سره سره حكومتي چارواكو او د سول سوسائټۍ غړو پشمول هر مكتبه فكر كسانو ګډون كولو۔ احتجاجي جلسې ته وزيراعظم سردار تنوير الياس خان،د مسلم ليګ ن صدر شاه غلام قادر، سينئر وزير خواجه فاروق احمد، حريت لارښود سيد يوسف نسيم وېنا كوله









