د دير پائيں د مقبوضه جمو وكشمير تورې ورځې په اړه رپورټ

كوز دیر۔ 26 اکتوبر(اے پی پی) د دير پائيں ضلعي انتظاميې په دير پائيں كښې د 27 اكتوبر مقبوضه كشمير تورې ورځې په اړه يو رپورټ جاري كړے دے په كوم كښې چې وئيلې شوي دي چې 27 اکتوبر كال 1947 په روانه پېړۍ كښې د بشري تاريخ تر ټولو زياته توره ورځ ده۔ په دې ورځ هند په مقبوضه جمو وكشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو تاريخ …

كوز دیر۔ 26 اکتوبر(اے پی پی) د دير پائيں ضلعي انتظاميې په دير پائيں كښې د 27 اكتوبر مقبوضه كشمير تورې ورځې په اړه يو رپورټ جاري كړے دے په كوم كښې چې وئيلې شوي دي چې 27 اکتوبر كال 1947 په روانه پېړۍ كښې د بشري تاريخ تر ټولو زياته توره ورځ ده۔ په دې ورځ هند په مقبوضه جمو وكشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو تاريخ رقم كړو۔ دا هغه ورځ ده كله چې هند سرينګر ته خپل ځواكونه كوز كړې وو۔ پاکستان سره الحاق لپاره د كشميري اولس د ستړو په مهال په ټول كشمير كښې 5 لكه نه زيات كسان شهيد شول۔ مقبوضه جمو و کشمیر د ظلم يو وحشت خپرونكې منظر جوړ شوے دے٬ چرته چې د هندي ځواكونو يو شمېر بټالين تعينات دي چې شمېره يۍ 9.5 لکه نه زياته ده او دا د بشري حقوقنو سخته خلاف ورزي ده۔ د دې شمېرې مطلب دا دې چې هر 10 كشميري وګړو لپاره يو پوځي دے۔ مقبوضه وادي دا مهال د نړۍ تر ټولو زياته عسكري منطقه ده او قابض پوځونه د ظلم او جبر هغه داستانونه رقم كوي چې په وادۍ كښې د خاورې داسې كومه ټكړه نشته په كومه كښې چې د شهيدانو وينه شامله شوې نه وي۔ د دې ظلمونو سره سره هند يو شمېر داسې تور قانونونه عملي كړل د كومو د لارې چې هغوي د كشميريانو د آزادۍ تحريك لمينځه وړل غواړي لكه څنګه چې ٬ د آرمډ فورسز اسپېشل پاورز اېكټ ٬ 1958 لاندې ٬ امنيتي ځواكونو ته اختيار دے چې هغوي د مظاهرچيانو تشدد سره مخ كولو او د آزادۍ تحريك كمزوري كولو له د خپلې خوښې كومه هم تګلاره كارولې شي۔ كه دوئي داسې وكړي نو د دوئي په ضد به كومه كارروائي كولې نه شي۔ دا قانون په كال 1990 كښې په مقبوضه كشمير كښې نافذ كړے شوے وو۔ د مزې خبره دا ده چې داسې دريځ خپلولو سره هند د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو اېمنسټی انټرنېشنل او هیومن رائټس واچ ته د مقبوضه جمو وكشمير د دورې كولو او ددغې ځائې د صورتحال مشاهدې كولو اجازه نه وركوي۔ د هند دا رويه په ښكاره توګه دا خبره په ډاګه كوي چې په مقبوضه كشمير كښې زيات ظلم او زياتې روان دے٬ هند كوم مبصر ته مقبوضه سيمې د تللو اجازه نه وركوي هسې نه د دغې ځائې حالات په ډاګه كړي او ددې د دروغو ادعاګانې نړۍ ته ښكاره شي۔ په رپورټ كښې دا هم وئيلې شوي چې د نړيوالې ورورولۍ او بشري حقونو لپاره د كار كوؤنكي نړيوال تنظيمونو فرض دي چې هغه په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو فوري نوټس واخلي او هند كشميريانو ته ددوئي د خپلواكۍ پېدائشي حق په وركولو مجبور كړي۔ پاكستانې اولس او حكومت به په هر فورم كشميريانو لپاره غږ پورته كوي او د دوئي د آزادۍ تحريك به په سفارتي توګه ملاتړ كوي۔