د آزاد حکومت د رياست جمو او کشمير د ډائمنډ جوبلي 75مه د تاسيس ورځ ګرد رياست كښې په ملي جوش او جذبه ولمانځلې شوه

مظفر آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د آزاد حکومت د رياست جمو او کشمير د ډائمنډ جوبلي 75مه د تاسيس ورځ ګرد رياست كښې په ملي جوش٬ جذبه او د دې عزم د تجديد سره سره لمانځلې شوې چې د كشمير آزادۍ تحريك د بېس كمېپ دا حكومت به د تحريك كاميابۍ٬ په آزاده منطقه كښې د قانون عملداري او ګډ ګورننس لپاره كار كوي۔ د 75مې تاسيس ورځې …

مظفر آباد 24 اکتوبر (اے پي پي) د آزاد حکومت د رياست جمو او کشمير د ډائمنډ جوبلي 75مه د تاسيس ورځ ګرد رياست كښې په ملي جوش٬ جذبه او د دې عزم د تجديد سره سره لمانځلې شوې چې د كشمير آزادۍ تحريك د بېس كمېپ دا حكومت به د تحريك كاميابۍ٬ په آزاده منطقه كښې د قانون عملداري او ګډ ګورننس لپاره كار كوي۔ د 75مې تاسيس ورځې په موقع په تاريخ كښې په وړومبي ځل د ورځې پېل د 21 توپو د سلامۍ نه شوے او په دې موقع ګرد رياست كښې د سهار مونځ نه پس خاص دعاګانې شوي چې پكښې د پاكستان استحكام او سلامتيا او د مقبوضه كشمير آزادۍ لپاره خاص دعاګانې شوي۔ په دې لړ كښې مركزي دستوره مظفرآباد پرېډ ګراٶنډ كښې شوې چې پكښې د د آزاد كشمير لنډ مهاله صدر چوهدري انوار الحق خاص مېلمه ٶ٬ په دې موقع د بېرغ هسك كولو دستوره هم وشوه۔ په مركزي دستوره كښې د آزاد رياست وزيراعظم سردار تنوير الياس خان، سينئر موسټ وزير خواجه فاروق احمد، وزيرانو٬ پارلماني غرو سره سره سول او پوځي اهلكارو او په لويه شمېره خلقو وګړو ګډون كولو ۔