د جوډو نړيواله ورځ به د اكتوبر په 28 مه نېټه لمانځلې شي

اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) د ډسټرکټ جوډو اېسوسی اېشن فېصل آباد عمومي سېكتر او پخواني ملي كوچ غضنفر علی وئيلي دي په ګرده نړۍ كښې د جوډو نړيواله ورځ د اكتوبر په 28 مه نېټه لمانځلې شي۔ ده ووئيل د ډسټرکټ جوډو اېسوسی اېشن فېصل آباد تر اهتمام لاندې به د جوډو د نړيوالې ورځې په مهال په 28 اكتوبر فېصل آباد كښې هم د جوډو مقابلې كېږي په كومو …

اسلام آباد۔21اکتوبر(اے پی پی) د ډسټرکټ جوډو اېسوسی اېشن فېصل آباد عمومي سېكتر او پخواني ملي كوچ غضنفر علی وئيلي دي په ګرده نړۍ كښې د جوډو نړيواله ورځ د اكتوبر په 28 مه نېټه لمانځلې شي۔ ده ووئيل د ډسټرکټ جوډو اېسوسی اېشن فېصل آباد تر اهتمام لاندې به د جوډو د نړيوالې ورځې په مهال په 28 اكتوبر فېصل آباد كښې هم د جوډو مقابلې كېږي په كومو كښې به چې سړي او مېرمنې لوبغاړې برخه اخلي۔ د مقابلو په پايه كښې به كاميابي ترلاسه كوؤنكو لوبغاړو ته انعامونه وركولې شي