د ټرانس جينډر اېکټ په لاهور هائيکورټ كښې چيلنج كړے شو

لاهور 20 اكتوبر (اے پي پي) ټرانس جينډر ايکټ په لاهور هائيکورټ كښې چېلنج كړے شو٬ دا درخواست د باغبانپوره لاهور وګړي عمران جاوېد دائر كړے چې پكښې د وفاقي حكومت پشمول نور فريق جوړ كړے شوي ٬ درخواست كونكي موقف اختيار كړے چې د ټرانس جينډر ايکټ ځينې شقونه د اسلامي تعليمات او قوانين منافي دي ٬ دې اېكټ سره به په ټولنه كښې اړے ګړے خپور شي او …

لاهور 20 اكتوبر (اے پي پي) ټرانس جينډر ايکټ په لاهور هائيکورټ كښې چېلنج كړے شو٬ دا درخواست د باغبانپوره لاهور وګړي عمران جاوېد دائر كړے چې پكښې د وفاقي حكومت پشمول نور فريق جوړ كړے شوي ٬ درخواست كونكي موقف اختيار كړے چې د ټرانس جينډر ايکټ ځينې شقونه د اسلامي تعليمات او قوانين منافي دي ٬ دې اېكټ سره به په ټولنه كښې اړے ګړے خپور شي او ډېرې خرابۍ به راپېدا شي۔ عدالت څخه خواست كوٶ چې د اسلامي تعليمات منافي د ټرانس جينډر ايکټ رول 2020 دې کالعدم وګرځولے شي