مسلم ليګ (ن) د خبريالې په اړه د عمران خان د بيان په ضد د غندنې قرارداد پنجاب اسمبلۍ كښې جمع كړو

لاهور۔19اکتوبر(اے پی پی) د مسلم ليګ نون مېرمنې غړې سعديه تېمور دمېرمنې خبريالې غريده فاروقي په اړه د عمران خان د بيان په ضد د غندنې قرارداد په پنجاب اسمبلۍ كښې جمع كړو۔ په قرارداد كښې وئيلې شوي چې د عمران خان لخوا د مېرمنې خبريالې په اړه كارولې شوي غېر اخلاقي ټكي د غندنې وړ دي۔ عمران خان دې نه وړاندې د مېرمنې ججې زېبا چوهدي په اړه هم …

لاهور۔19اکتوبر(اے پی پی) د مسلم ليګ نون مېرمنې غړې سعديه تېمور دمېرمنې خبريالې غريده فاروقي په اړه د عمران خان د بيان په ضد د غندنې قرارداد په پنجاب اسمبلۍ كښې جمع كړو۔ په قرارداد كښې وئيلې شوي چې د عمران خان لخوا د مېرمنې خبريالې په اړه كارولې شوي غېر اخلاقي ټكي د غندنې وړ دي۔ عمران خان دې نه وړاندې د مېرمنې ججې زېبا چوهدي په اړه هم د دړكې ټكي كارولي وو۔ عمران خان د يو سياسي ګوند مشر دے٬ د ده د ګوند مېرمنې غړې په اسمبليو كښې موجود دي٬ په لاريونونو كښې هم مېرمنې ګډون كوي۔ ده د ججې زېبا چوهدري نه پس د غريده فاروقي يوازې نه بلكې د ټولو مېرمنو تذليل كړے دے۔ په قرارداد كښې غوښتنه شوې چې عمران خان دې په دې غېر جدي بيان معافي وغواړي او هغه دې د مېرمنو په اړه د خبرو كولو په وخت لږ سوچ كوي.