د بلوچستان په واشك ضلع كښې ترافيكي پېښه ٬ اېس پي مړ ٬ دوه پوليس اهلكار ژوبل

کوئټه ۔17اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان په واشك ضلع كښې په يوه ترافيكي پېښه كښې اېس پي مړ او دوه پوليس اهلكار ژوبل شوي دي۔ د تفصيلات له مخې د ګل په ورځ په واشك سيمه كښې د ګاډي پېښې په نتيجه كښې اېس پي عبد اللطيف په حق ورسېد او دوه پوليس اهلكار ژوبل شول۔ پوليس د اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدستي د پېښې ځائې څخه ژوبل شوي اهلكار …

کوئټه ۔17اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان په واشك ضلع كښې په يوه ترافيكي پېښه كښې اېس پي مړ او دوه پوليس اهلكار ژوبل شوي دي۔ د تفصيلات له مخې د ګل په ورځ په واشك سيمه كښې د ګاډي پېښې په نتيجه كښې اېس پي عبد اللطيف په حق ورسېد او دوه پوليس اهلكار ژوبل شول۔ پوليس د اطلاع ترلاسه كېدو سره سمدستي د پېښې ځائې څخه ژوبل شوي اهلكار نزدې روغتون ته منتقل كړل چرته چې د هغوي طبي مرسته روانه ده۔ د پولیس وېنا ده چې اېس پي عبد اللطيف بلوچ پنجګور ته روان وو چې د واشك په مقام د ده ګاډې پېښې سره مخ شو۔ پوليس د پېښې په اړه نورې پلټنې پېل كړې دي.