د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله ګورنر مشتاق احمد غني سره په كابل كښې هيډ آف مشن پاكستان ايمبيسي عبيد الرحمان نظاماني ملاقات وكړو

پیښور 11 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله ګورنر مشتاق احمد غني سره كابل كښې هيډ آف مشن پاكستان ايمبيسي عبيد الرحمان نظاماني د نهې په ورځ د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔لنډ مهاله ګورنر عبيد الرحمان ته په كابل كښې د پاكستان ايمبيسي مشن هيډ جوړېدو مباركي وركړه او هغه لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔په دې موقع لنډ مهاله ګورنر مشتاق احمد …

پیښور 11 اکتوبر (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله ګورنر مشتاق احمد غني سره كابل كښې هيډ آف مشن پاكستان ايمبيسي عبيد الرحمان نظاماني د نهې په ورځ د پېښور په ګورنر هاؤس كښې ملاقات كړے۔لنډ مهاله ګورنر عبيد الرحمان ته په كابل كښې د پاكستان ايمبيسي مشن هيډ جوړېدو مباركي وركړه او هغه لپاره يې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔په دې موقع لنډ مهاله ګورنر مشتاق احمد غني ووئيل پرامن مستحكم افغانستان د پاكستان او د منطقې په ګټه دے۔ده ووئيل په كابل كښې د پاكستان ايمبيسي د كار استعداد زياتولو ته اړتيا ده٬دواړه اړخه اولس له د ويزې او نورو آسانيو په وخت وركولو لپاره د پاكستان ايمبيسۍ له به كوټلې كردار ترسره كول وي۔مشتاق احمد غني ووئيل د دواړو هېوادونو اولس يو بل سره د ورورولۍ اړيكې لري۔