په ټولو سېلاب ځپليو سيمو كښې فلډ ريليف كېمپونه ولګولې شؤ٬د روغتيا څانګه

کوئټه۔9 اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان حکومت د صحت د څانګې وياند سېلاب ځپلو ته د طبي مرستو د رسولو په اړه د تفصيلاتو د جاري كولو په مهال وئيلي چې په ټولو سېلاب ځپلو ضلعو كې د سېلاب ځپلو لپاره د مرستې كېمپونه جوړ شوي او شپه ورځ كار كوي۔ د مليريا او ډينګي څخه ساتنې لپاره په تكنيكي بنيادونو بي آر اېس پي او انډس روغتون سره همكاري …

کوئټه۔9 اکتوبر(اے پی پی) د بلوچستان حکومت د صحت د څانګې وياند سېلاب ځپلو ته د طبي مرستو د رسولو په اړه د تفصيلاتو د جاري كولو په مهال وئيلي چې په ټولو سېلاب ځپلو ضلعو كې د سېلاب ځپلو لپاره د مرستې كېمپونه جوړ شوي او شپه ورځ كار كوي۔ د مليريا او ډينګي څخه ساتنې لپاره په تكنيكي بنيادونو بي آر اېس پي او انډس روغتون سره همكاري روانه ده۔ په ځپليو سيمو كښې د مليريا د رجحاناتو جاج اخستلې شي او په ضلعي كچه ډستركټ مليريا ټاسك فورس هم كار كوي۔ دغسې د روغتيا څنګې تكنيكي ډلې په سختو ځپليو سيمو كښې موجود دي۔ وياند ووئيل تر كوم ځائې چې سړك رسېدلې دې تر دغې ځائې د ګرځنده هيلت يونټس د لارې د مليريا سكرينګ او درملنې روانې دي۔ ده ووئيل د ګلوبل فنډ په مرسته په 11 ضلعو كښې نزدې 1.3 ملین اېل اېل آئی اېن اېس وېشلې شوي دي په كومو كښې چې زياتې ځپلې ضلعې جعفرآباد صحبت پور لسبیله او نصیرآباد شامل ده۔ بلخوا په ملیریا اسکریننګ میډیکل کېمپونو كښې تر دې دمه د 15509 ملیریا رنځورانو درملنې وكړې شوې۔