کوئټه۔5 اکتوبر(اے پی پی) سېنېټر ثمينه ممتازي زهري په افغانستان او پاكستان كښې د ترهګرۍ په رامخې ته شوو پېښو د افسوس څرګندونه او د دې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي په پاکستان او افغانستان كښې د امن صورتحال ناوړه كېدو او د ترهګرو بريدونو په شا زمونږ د ازلي دښمن هند لاس دے كوم چې په پاكستان او افغانستان كښې امن نه غواړي۔ دې ووئيل دا منلې شوې …
د سېنېټر ثمينه ممتاز زهري په افغانستان او پاكستان كښې د ترهګرۍ اوسنو پېښو غندنه

مزید خبریں
کوئټه۔5 اکتوبر(اے پی پی) سېنېټر ثمينه ممتازي زهري په افغانستان او پاكستان كښې د ترهګرۍ په رامخې ته شوو پېښو د افسوس څرګندونه او د دې سخته غندنه كولو سره وئيلي دي په پاکستان او افغانستان كښې د امن صورتحال ناوړه كېدو او د ترهګرو بريدونو په شا زمونږ د ازلي دښمن هند لاس دے كوم چې په پاكستان او افغانستان كښې امن نه غواړي۔ دې ووئيل دا منلې شوې خبره ده چې افغانستان كښې د ناوړه حالاتو اغېز په پاكستان پرېوزي۔ دې ووئيل مونږ دښمن ته دا باور وركوؤ چې دا ډول بزلانه پېښې زمونږ د اولس عزم او حوصله كمزورې كولې نه شي۔ دې ووئيل زمونږ امنيتي ځواكونو سترې قربانۍ وركولو سره هېواد څخه ترهګري ختمه كړې ۔ دې ټول اولس او په خاص توګه ځوانانو ته ووئيل دا زمونږ د ټولو ملي ذمه واري ده چې د امنيتي وضعې بهترۍ او د ګران وطن حفاظت لپاره خپل كردار ترسره كړو او دښمنانو ته دا باور وركړو چې پاكستانر قام د ترهګرۍ په ضد يو دے او په يو پلېټ فارم متقق دے









