لاہور۔5اکتوبر (اے پی پی) د پاکستان مسلم ليګ نواز نائب صدر مريم نواز د شورؤ په ورځ روان شوه٬ دا د لاهور ايئرپورټ څخه د نجي ايئر لائن په پرواز د دوحې په لاره لندن ته روانه شوې۔ ايئرپورټ ته د روانېدو نه وړاندې مريم نواز د خپل نيكه ٬ نيا او مور قبرونو ته لاړه او دغلته يۍ فاتحه خواني وكړه۔ د نون ليګ نائب صدر مريم نواز سره …
مريم نواز لندن ته روانه شوه
لاہور۔5اکتوبر (اے پی پی) د پاکستان مسلم ليګ نواز نائب صدر مريم نواز د شورؤ په ورځ روان شوه٬ دا د لاهور ايئرپورټ څخه د نجي ايئر لائن په پرواز د دوحې په لاره لندن ته روانه شوې۔ ايئرپورټ ته د روانېدو نه وړاندې مريم نواز د خپل نيكه ٬ نيا او مور قبرونو ته لاړه او دغلته يۍ فاتحه خواني وكړه۔ د نون ليګ نائب صدر مريم نواز سره د دې ذاتي ملازمه هم وه۔ ايئرپورټ ته رسېدو سره خپل بيان كښې مريم نواز ووئيل ما نه انتظار نه كېږي چې كله به جهاز كوز شي او كله به زه خپل پلار سره ملاقات وكړم۔ د كورنيو ذريعو وېنا ده چې مريم نواز به نزدې يوه مياشت په لندن كښې پاتې كېږي او دې څخه وروستو امكان دے چې دا خپل پلار سره يو ځائې هېواد ته راستنه شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د لاهور هائي كورټ د امر څخه وورستو د نهې په ورځ مريم خپل خپل پاسپورټ ترلاسه كړې وو۔











