بنګله دېش٬ د روهنګيا كډوالو د كشتۍ پېښه كښې درې مېرمنې مړې٬ 17 كسان بې دركه

ډھاکه 04 اکتوبر (اے پي پي) د بنګله دېش ساحلي سيمې سره نزدې د روهنګيا د كډوالو كشتۍ د خراب موسم له امله چپه شوې چې په نتيجه كښې ئې درې مېرمنې مړې او 17 كسان بې دركه شوي۔ د فرانس خبر رسنې ادارې له مخې د كوسټ ګارډ دوه كشتۍ په رېسكيو عملياتو كښې برخه اخلي۔ د دريو مېرمنو مړي موندلې شوي او د نورو 17 كسانو لټون روان دے