هند ٬ د موټر او مسافر بس ترمينځه ټكر كښې 5 كسان مړه ٬ 1 ژوبل

نئی دهلی۔4 اکتوبر(اے پی پی) د هندي رياست مهاراشټر كښې د موټر او مسافر بس ټكر په نتيجه كښې 5 كسان مړه او يو ژوبل شوے۔ د هند ابلاغ ذريعو د ځائي پوليس په حقله ووئيل دا پېښه په لاتور اولسوالۍ كښې سهار وختي هغه مهال رامخې ته شوه كله چې يو تند رفتاره موټر د بل اړخ نه راروان مسافر بس سره ټكر شو چې په نتيجه كښې يۍ 5 كسان مړه او يو ژوبل شو۔ پوليس ووئيل په موټر كښې د دوو مېرمنو په شمول 6 كسان ناست وو۔ رېسكيو ډلو مړي او ژوبل شوے كس نزدې روغتنون رسولې دي ۔