روس سره د څلورو نوو سيمو د الحاق لوظنامه په سركاري پورټل خپره كړې شوه

ماسكو 04 اكتوبر (اے پي پي) روسيه سره د څلورو نوو سيمو د الحاق لوظنامه په سركاري پورټل په رسمي توګه خپره كړې شوې۔ د روسيه خبري اژانس له مخې روسيه سره په الحاق شوو څلورو نوو سيمو كښې ډونټيسك، لو ګانسك، كھير سن او زپوروزے شاملې دي۔ د لوظنامې دستاوېز او قانوني معلومات په سركاري پورټل د ګل په ورځ اچولې شوي ، په ذكر شوو څلورو واړو سيمو كښې د ستمبر 23م تر 27 مې نېټې ريفرنډم شوے كوم كښې جې زياتره رائې روسيه سره د شاملېدو لپاره راغلي ۔ د جمعې په ورځ د روسيه صدر او د ډي پي آر او د اېل پي آر مشرانو زپوروزے او كھيرسن د دې سيمو روسيه سره د الحاق لوظنامه لاسليك كړې ۔ د لاسليك دستورې نه پس صدر پيوټن په خپله وېنا كښې كېف سره په سمدستي توګه د دښمنۍ ختمولو او د خبرو اترو غوښتنه وكړه