خيرپور٬سيلاب ځپليو لپاره الخدمت فاؤنډيشن د خيمو كلے اباد كړو

سكهر 04 اکتوبر (اے پي پي)خيرپور كښې د اوسنو بارانونو او سېلاب له امله بې كوره شوو كسانو لپاره الخدمت فاؤنډېشن د خيمو كلے اباد كړے ۔سيلاب ځپيلو ته د درې وخته ډوډۍ وركولو سره نغده مرسته هم وركړې كېږي۔د تفصيلات له مخې په خيرپور سيمه كښې په خان پور بائي پاس الخدمت فاؤنډېشن لخوا سيلاب ځپليو لپاره د خيمو كلے اباد كړے شوے ۔د خيمه بستي انچارج عبدالمنان شيخ ووئيل په خيمه بستي كښې سيلاب ځپليو ته د درې وخته ډوډۍ او طبي آسانيو سره سره ماشومانو ته ديني تعليم او نغده مرسته هم وركرې كېږي۔الخدمت فاؤنډېشن د سيلاب ځپلو په عزت سره كورونو ته بېرته تللو او د هغوي د كورونو بيا رغونه كښې هم خپل كردار ادا كوي۔