د عرب هېوادونو اولنۍ سعودي مېرمنې د سكاټ لېنډ مثالي ايوارډ په خپل نوم كړو

ریاض۔4اکتوبر(اے پی پی) سعودي مېرمنې ډاکټر بدور المطیري ته د سکاټ لېنډ لخوا د “مثالي مور” ايوارډ وركړے شوے۔ هغه وړومبنۍ سعودي او عرب مېرمن ده كومې چې دا درناوې ترلاسه كړے۔ د سعودي رسنیو راپور له مخې د سكاټ لېنډ حكومت ډاكټر بدور المطيري ته په يوه خصوصي دستوره كښې د مثالي مور دا ايوارډ وركړے۔ دا ايوارډ دې ته د ټولنې د ځانګړي خدمت او د اولاد د تربيې په لړ كښې د مور پلار د هڅو په اعتراف كښې وركړے شوے۔ ډاكټر بدور المطيري په دې موقع خپلو خبرو كښې ووئيل د دې ايوارډ دائره تر مور محدود نه ده بلكې دا د اولاد په تربيه كښې د مور او پلار دواړو د هڅو اعتراف دے۔ دې د سكاټ لېنډ چارواكو مننه كولو سره ووئيل د مور پلار او د كورنۍ د هڅو د اعتراف په توګه ماته د ايوارډ په راكولو زه د زړه نه ستاسو مننه كوم ۔ دې ووئيل دا ايوارډ زما نه زيات زما وطن سعودي ته وركړے شوے د كوم د سرپرستۍ له امله چې نن زه په دې مقام ولاړه يم او چرته چې ماله دا عزت راكړے شوے