د سېلاب ځپليو بحالي او مرسته زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬ انجینئرجمیل احمد کرد

کوئټه۔4اکتوبر(اے پی پی) د الخدمت فاؤنډېشن بلوچستان صدر انجینئر جمیل احمد کرد وئيلي دي په سیلاب ځپلو سيمو کښې د خیمو په لګولو به ځپليو وګړو ته د ژوند، خوراک، زده كړې او د روغتیا غوره آسانۍ وركولې شي۔ په نصير آباد ٬ لسبېله ٬ نوشكي ٬ مستونګ او د كوئټه په كېمپونو كښې د ځپليو وګړو كوچنيانو ته د درملنو او زده كړو وركولو له په زړه پورې انتظام شوے ۔ ده ووئيل د الخدمت خدائي خدمتګارو په بلوچستان خېبر پختونخوا ،سندھ او سوئيلي پنجاب كښې 50 زره كسان د سېلاب څخه ويستلي او محفوظو ځايونو ته ئې رسولي٬ په 65 ځايونو كښې كېمپونه لګولې شوي او نور هم لګولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په نوشكي كښې سېلاب ځپليو سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ په دې موقع د ځپليو ترمينځه د خوراك څښاك او د ضرورت نور سامان هم ووېشلے شو۔ ده ووئيل په بلوچستان كښی د سېلاب او بارانونو د لاسه ګرانۍ او بې وزلۍ زياته شوې چې ورسره د كم آمدن لرونكي اولس ستونزې زياتې شوي۔ ده ووئيل په سېلاب ځپليو سيمو كښې وګړي د خوراك سامان ته سخته اړتيا لري ٬ له دې كبله دا زمونږ د ټولو ذمه واري ده چې د دغه خلقو مرسته وكړؤ۔