لاهور 03 اکتوبر (اے پي پي) د لاهور په هائيکورټ كښې د پاسپورټ واپسۍ لپاره د دائر شوي درخواست په منظورېدو او د پاسپورټ په بېرته ترلاسه كېدو د مسلم ليګ (ن) مرکزي نائب صدر مريم نواز د تشكر څرګندونه كړې٬ مريم نواز خپل ټويټ كښې ووئيل ما ته خپل پاسپورټ بېرته ترلاسه شوې دې ۔ دې ووئيل پاسپورټ په هغه كېس كښې درې كاله ضبط ٶ٬ كوم چې زما …
د مريم نواز د ضبط شوي پاسپورټ په بېرته ترلاسه كېدو د تشكر څرګندونه
لاهور 03 اکتوبر (اے پي پي) د لاهور په هائيکورټ كښې د پاسپورټ واپسۍ لپاره د دائر شوي درخواست په منظورېدو او د پاسپورټ په بېرته ترلاسه كېدو د مسلم ليګ (ن) مرکزي نائب صدر مريم نواز د تشكر څرګندونه كړې٬ مريم نواز خپل ټويټ كښې ووئيل ما ته خپل پاسپورټ بېرته ترلاسه شوې دې ۔ دې ووئيل پاسپورټ په هغه كېس كښې درې كاله ضبط ٶ٬ كوم چې زما په ضد هډو جوړ نه ٶ٬ مريم نواز ووئيل زما د جلسو له وېرې عمران خان زه تفتيش لپاره درې مياشتې د نېب په زندان او د كوټ لكهپت زندان په ډېتھ سېل كښې پاتې كړې ووم خو كېس تر نن ورځې فائل نه شو۔











