كوئټه 03 اكتوبر(اے پي پي) د پاكستان پيپلز ګوند مركزي لارښود او د بلوچستان اسمبلۍ غړي او پخواني اعلی وزير نواب ثناء الله خان زهري سره جھالاوان هاؤس كښې د پاكستان پيپلز ګوند سينئر لارښود بابا غلام رسول عمراني او آغا شهريار خان دراني ملاقات وكړو ٬ دواړو لارښودو د بلوچستان په روانه سياسي وضعه ٬ د سېلاب ځپليو په بحالۍ او په بلوچستان كښې د پيپلز ګوند په منظم …
د بلوچستان اولس په پيپلز ګوند بشپړه باور لري۔ نواب ثناء الله زهري
كوئټه 03 اكتوبر(اے پي پي) د پاكستان پيپلز ګوند مركزي لارښود او د بلوچستان اسمبلۍ غړي او پخواني اعلی وزير نواب ثناء الله خان زهري سره جھالاوان هاؤس كښې د پاكستان پيپلز ګوند سينئر لارښود بابا غلام رسول عمراني او آغا شهريار خان دراني ملاقات وكړو ٬ دواړو لارښودو د بلوچستان په روانه سياسي وضعه ٬ د سېلاب ځپليو په بحالۍ او په بلوچستان كښې د پيپلز ګوند په منظم كولو تفصيلي خبرې وكړې۔ نواب ثناء الله خان زهري ووئيل پاكستان پيپلز ګوند به راروانو ټولټاكنو كښې بلوچستان كښې تاريخي كاميابي ترلاسه كړي۔ ده زياته كړې چې د بلوچستان اولس د پاكستان پيپلز ګوند په مشرتابه د وياړ وړ باور څرګندونه كوي۔











