سکھر۔1اکتوبر(اے پی پی) سکهر چیمبر سېلاب ځپليو لپاره د 100 كورونو جوړولو اعلان كړې دې۔ د خالي په ورځ د سكھر ايوان صنعت وتجارت نوي ټاكلي شوي صدر بلال وقار خان خبري كنفرنس ته وېنا كښې ووئيل چې د سكھر چېمبر پخواني صدر عامر غوري په مشرۍ كښې ډېر ښه كارونه شوې دي۔ د سكھر چېمبرز لخوا سېلاب ځپليو له د سلو كورونو په جوړولو غور روان دے په دې …
دسكھر چېمبر سېلاب ځپليو لپاره د 100 كورونو جوړولو اعلان
سکھر۔1اکتوبر(اے پی پی) سکهر چیمبر سېلاب ځپليو لپاره د 100 كورونو جوړولو اعلان كړې دې۔ د خالي په ورځ د سكھر ايوان صنعت وتجارت نوي ټاكلي شوي صدر بلال وقار خان خبري كنفرنس ته وېنا كښې ووئيل چې د سكھر چېمبر پخواني صدر عامر غوري په مشرۍ كښې ډېر ښه كارونه شوې دي۔ د سكھر چېمبرز لخوا سېلاب ځپليو له د سلو كورونو په جوړولو غور روان دے په دې لړ كښې صوبائي وزير جام اكرام دهاريجو باور راكړې دې۔ ده ووئيل د سېلاب او بارانونو د لاسه د سكھر لويې زيان شوې دې۔ ده ووئيل كورونه به سكھر ښار كښې جوړولې شي۔ په درې كمرو د مشتمل كورونو د جوړولو كار به څو ورځو كښې پېل شي۔











