د پاك ايران رېلوے ټرېك بحالېدو سره زاهدان څخه تر كوئټې د ټرېنونو تګ راتګ پېل شو

چاغی۔1 اکتوبر(اے پی پی) پاک ایران رېلوے ټرېك په بشپړه توګه له بحالېدو وروستو د زاهدان نه کوئټې ته د رېل ګاډو د تګ راتګ لړۍ هم پېل شوه۔ د پاکستان د رېلوے چارواکو له مخې كوئټه زاهدان رېلوے سېكشن د سېلاب صورتحال له امله ډېر زيات ځپلې شوې وو د كوم نيمه برخه چې په اګست مياشت كښې بحال كړې شوې وه او پاتې برخه يۍ د جمعې په ورځ بحال كړې شوه۔ د چارواكو له مخې د سېلاب له كبله زيانمن شوي د د پټلۍ 106 برخې ترميم شوي دي ٬ دغسې د احمد وال پل ترميم هم بشپړ كړې شوې دې۔ ياده دې وي چې د پاکستان او ايران ترمنځ د اورګاډي تګ راتګ د دوو مياشتو لپاره معطل كړې شوې وو كوم چې اوس په بشپړه توګه بحال كړې شوې دې۔